د هغو کسانو لپاره چه ال. ‌جی. ‌بی. ‌تی. دی او د پناه غوښته کوی

För dig som är hbtq-person och söker asyl – pashto

که ته د خپل جنسی تمایل، خپل جنس، د خپل جنسی څرګندوی، خپل جنسی هویت یا د ټولنی د کومی ډلی سره د اړیکو لرلو په دلیل د تعقیبیدلو ډار لری، نو ته کولای شی چه کډوال وی او په سویډن کی د پناه د ترلاسه کولو حق ولری. دا د کډوالو په کنوانسیون، د سویډن په قانون او د اروپا د اتحادیی په مقرراتو کی لیکل شوی ده.

د پناه غوښتنه او مقررات

تعقیب کیدای شی د ستا ژوند یا ستا روغتیا ته خشونت یا تهدید وی. همدا راز دا کیدای شی داسی وی چه قانون او مقررات او د خلکو نظر تا په جدی توګه تحقیر کوی. دا کیدای شی جزا ورکول وی یا دا چه د پراخ تبعیض په علت ته نشی کولای مکتب ته ولاړ شی یا کار انتخاب کړی یا صحی مرستی ترلاسه کړی.

د خپل نظر بیانولو، او په سیاست کی د برخی اخیستلو حق بیله دی نه چه د خپل جنس، دین، قوم یا جنسی تمایل په اساس تر تعقیب لاندی شی، هم کولای شی تا ته په سویډن کی د پاتی کیدلو حق درکړی.

دا مهمه نه ده چه تعقیبول د ستا د دولت د مقاماتو له خوا کیږی یا دا چه ستا کورنی یا نور کسان تا تهدید کوی. د کډوالو ادارهMigrationsverket به بیا د دی څیړنه کوی چه که ته په آینده کی خپل هیواد ته ولاړ شی، د ستا سره به څه وشی، او آیا مقامات به هلته د هغو تهدیدونو په مقابل کی چه ته وایی د ستا په مقابل کی کیږی، د ستا نه ساتنه کوی یا نه.

د کډوالو اداره به تا د پناه غوښتونکی په حیث ثبت کړی، او هغه نوم، د زږیدنی نیټه، او حقوقی جنس چه د ستا د هویت په اسنادو کی لیکل شوی، ثبت کړی. د سویډن قانون د دی اجازه نه ورکوی چه تا په یوه بل نوم ثبت کړو، مګر که ته کوم بل تخلص یا ضمیر غواړی، ته باید دا

څیړنه

د دی لپاره چه د کډوالو اداره د دی پریکړه وکړی چه آیا ته په سویډن کی د پناه او قبولی حق لری یا نه، نو ستا سره به یوه انټرویو ترسره کیږی د دی لپاره چه په دی پوه شو چه ستا ژوند په خپل هیواد که څنګه وه، او ته ولی خپل هیواد ته د بیرته تګ نه ډاریږی. که د دی علت ستا جنسی تمایل، ستا جنسی څرګندوی یا جنسی هویت دی، نو دا مهمه ده چه ته دا مونږ ته زر تر زره ووایی.

د پناه غوښتنی د طریقی په هکله زیات مالومات ولوله

د کډوالو اداره په دی پوهیږی چه دا به سخته وی چه د دی شیانو په هکله د یوه داسی کس سره چه تا هیڅکله نه دی لیدلی، خبری وشی. امکان لری دا لمړی وار وی چه ته په دی هکله د چا سره خبری کوی، او د شخصی او انفرادی شیانو کرښه هر چا ته فرق لری. بیا هم دا ډیره مهمه ده چه ته د پناه غوښتنی خپل ټول دلیلونه مونږته ووایی. تر هره اندازی چه ته د زیاتو جزیاتو په هکله خبری وکړی تر هماغه اندازی د کډوالو اداره د خپلی پریکړی لپاره اساسونه تر لاسه کوی. هغه مامور چه ستا نه انټرویو اخلی، د ستا جنسی تمایل، ستا جنسی څرګندوی یا جنسی هویت او په دی هکله د ستا په نظر اوفکر، او د کورنی، ملګرو او خپلی ټولنه سره د اړیکو په هکله به هم ستا نه پوښتنی وکړی. مونږ د راز د ساتنی مکلفیت لرو، او د هغو شیانو په هکله چه تا مونږ ته ویلی دی مونږ د هغه کسانو سره چه د ستا د دوسیی سره سر او کار نه لری، خبری نه کوو.

که داسی احساس لری چه هغه مامور چه ستا نه انټرویو اخلی، د ستا په خبر نه پوهیږی، او یا ته داسی مالومات لری چه د هغه په هکله د ستا مامور پوښتنه نه ده کړی، نو ته باید دا زر تر زره ووایی. انتظار مه اوسه تر څو چه د ستا په دوسیه کی یوه پریکړه وشی.

ته د دی امکان لری چه د ترجمان، مسول مامور او وکیل د جنس په هکله خپله آرزو ووایی تر څو ته د پناه غوښتنی د پروسی په بهیر کی د مصونیت احساس ولری او د کډوالو اداره به کوشش کوی چه تا ته په دی هکله مرسته وکړی. ته چه عمر د له ۱۸ کالو نه جګ دی، د خپل وکیل سره به یوازی بیله نورو پناه غوښتونکو نه لیدنه کتنه کوی. ته کولای شی د یوه داسی وکیل غوښتنه وکړی چه د ال.جی.بی.تی. کسانو hbtq-personer په اوضاع خبر وی، که ته داسی یو وکیل پیژنی یا دا چه ته په دی هکله مرسته ترلاسه کولی شی چه هغه پیدا کړی.

که ستا عمر له ۱۸ کالو نه ټیټ دی

د کډوالو اداره باید د ټولو هغه کسانو خبرو ته چه عمر یی له ۱۸ کالو نه ټیټ دی، غوږ ونیسی او دا مالومه کړی چه آیا دا ماشوم ساتنی ته اړتیا لری یا نه. نو دا ډیره مهمه ده چه ته په خپل هیواد کی د خپل ژوند په هکله د کډوالو اداری ته مالومات ورکړی، او که چیری ته بیرته خپل هیواد ته ولاړ شی نو ستا په نظر ستاسره به څه وشی. که ستا عمر له ۱۸ کالو نه ټیټ دی او په سویډن کی ستا سرپرست درسره دی، نو د کډوالو اداره باید د دوی نه د دی پوښتنه وکړی چه آیا مونږ کولای شو ستا سره خبری وکړو بیله دی نه چه دوی په کوټه کی پاتی شی. که ستا پلار او مور په سویډن کی نشته، بیا به ستا کفیل د دی پریکړه کوی چه آیا مونږ کولای شو ستا سره یوازی خبری وکړو. که ته غواړی د خپل مسول مامور سره بیله خپل پلار او مور یا کفیل نه، خبری وکړی نو دا مهمه ده چه ته دا ووایی.

ترجمان

لغتونه او اصطلاح ګانی کولای شی د ستا په ژبه او سویډنی کی مختلفی ماناوی ولری. تر ټولو نه مهمه دا ده چه ته خپل احساس او خاطری بیانی کړی او دا توضیح کړی چه ولی دوی د دی علت ګرزی چه ته ډاریږی.

که ته د ترجمان په خبرو نه پوهیږی یا دا چه ته فکر کوی چه ترجمان هغه ټول شیان چه ته وایی په یوه بیطرفه توګه نه ترجمه کوی، ته باید دا ووایی. دی ته هم پاملرنه وکړه چه ترجمان په هغه مخصوصو لغتونو تل نه پوهیږی کوم چه د جنسی تمایل، جنسی هویت یا جنسی

څرګندوی په هکله د خبرو په بهیر کی استعمالیږی. نو دا به ښه وی چه ترجمان ته دا توضیح کړی چه هغه لغتونه چه ته استعمالوی تا ته کومه مانا لری.

د استوګنی ځای

د کډوالو د اداری د استوګنی په زیاتو کورو کی په یوه کوټه کی د یوه جنس لرونکی دوه یا دری نفره اوسیږی. د پناه غوښتلو د پروسی په بهیر کی کیدای شی د استوګنی په ځای کی متشنج حالت او جنجالونه پیدا شی.

دا مهمه ده چه ته زر تر زره دا ووایی چه کوم شی ته اړتیا لری، او یا دا چه آیا ته د استوګنی په خپل ځای کی خوشحاله یی یا نه. که په هغه ځای کی چه ته اوسیږی کومی ستونزی پیدا شوی نو ته باید مونږ ته ووایی. د هرکلی په دفتر کی د خپل مسول مامور سره یا د خپل کمپ د پرسونل سره خبری وکړه.

روغتیا

په ځنی ښارونو کی د مثال په توګه د خاصو ډلو لپاره د جنسی روغتیا او مشوری مرکزونه شته دی. د خاصو ډلو مثال کیدای شی ښځی، ځوانان یا د ال.جی.بی.تی. کسان وی. د زیات مالومات لپاره د خپل مسول مامور نه پوښتنه وکړه.

خیریه موسسی

د پناه غوښتنی د پروسی په بهیر کی، ته تل د دی حق لری چه د خیریه موسسو سره تماس ونیسی، د دی لپاره چه مرسته او مشوره ترلاسه کړی. تر هری اندازی چه ته د خپلو حقوقو او ممکنو لارو په هکله زیات مالومات ترلاسه کړی په هماغه اندازه به ته د پناه غوښتنی د پروسی ډول ډول مرحلو ته تیار وی.

ار.اف.اس.ال.RFSL یوه داسی خیریه موسسه ده چه د ال.جی.بی.تی. کسانو د حقوقونو نه دفاع کوی او پناه غوښتونکو ال.جی.بی.تی. کسانو ته د خاصی مرستی او د لیدنو کتنو د ځایونو زمینه مساعده کوی.

ار.اف.اس.ال. نیو کومیرس RFSL Newcomers External link, opens in new window.

RFSL Ungdom, Newcomers youth External link, opens in new window.

Last updated: