د پناه غوښتنه

Att ansöka om asyl – pashto

که چېرې تاسو په خپل هېواد کې د تعقیب لاندې یاست یا د تعقیب او یا د غیر انساني چلند د خطر سره مخامخ یاست نو په سویډن کې د پناه غوښتلو حق لرئ.

په دې پاڼو کې په سویډن کې د پناه غوښتنې بېلابېلو پړاوونو، دا چې کومو خلکو ته پناه ورکول کېږي او د پناه غوښتنلیک په کوم ډول څېړل کېږي، په اړه مالومات لوستلی شئ.

په سویډن کې د پناه غوښتلو لپاره شرط دا دی چې یا خو باید د سوېډن دننه او یا د سوېډن په سرحد باندې شتون ولرئ.

یواځینې استثناء سهمیه کډوال دي څوک چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې UNHCR له لارې د یو بل هېواد څخه د پناه غوښتنه کولی شي.

د سهمیه سیستم په اړه نور ولولئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: