که ستاسي د پناه اخیستلو غوښتنه رد سوي وسي

Avslag på ansökan om asyl – pashto

که ستاسي د پناه اخیستلو غوښتنه رد سوي وسي، په دي مانا ده چې د کډوالو مرکز تاسي په سویډن کې د پاتې کیدلو لپاره په نظر کې نیولي نه یاست. تاسي کولای سئ چې دا پریکړه و منئ او یا هم د استیناف غوښتنه وکړئ.

که تاسي د خپل رد کیدلو د پریکړې موضوع و منئ، تاسي د خوښۍ یا رضایت په نوم سند لاسلیک کوئ. کله چې تاسي د خوښۍ د اعلان سند لاسلیک کړ، تاسي نه سئ کولای چې د استیناف غوښتنه وکړئ او باید خپل د تللو لپاره د سفر پلان جوړ کړی. که مو د خوښۍ د اعلان سند هم لاسلیک نکړئ، اړینه ده چې خپل اصلي هیواد ته سفر د کډوالو له مرکز سره همغږۍ کړئ.

په خپله خوښه ستنیدو په اړه نور ولولۍ

د ماشومانو لپاره معلومات پرته له کوم ساتونکی چي غوښتنلیک یي رد شوی (په انګلیسي ژبه)

پریکړې، د سویډن څخه ستاسي د وتلو وخت څرګندوي

پریکړې څرګندوي چې څومره وخت د سویډن د پرېښودلو لپاره لرئ، په معمول ډول پریکړې د دوو تر څلور اونیو څخه په جبر بدلېږې. کله چې پریکړې په جبر بدلېږې په دي مانا ده چې تاسي هیڅ وخت د ځنډولو لپاره نلرئ او اجراآت کېږې. په ډېری مواردو کې، کله چې د کډوالو مرکز تاسي ته د پریکړي خبر درکوي، درې اونۍ وروسته جبر رامنځ ته کېږې، یا تر هغه وروسته چې تاسي د خوښۍ د اعلان سند لاسلیک کوئ په یاد ولرئ

د پناه غوښتنې د رد یا د هېواد څخه د وتلو پرېکړه عموماً تر څلورو کالو پورې اعتبار لري.

د پناه غوښتنې د رد پرېکړه چې باید سمدستي عملی شي

که چېرې دا روښانه وي چې تاسو د پناه لپاره دلیل نه لرئ او یا په سویډن کي د اقامې لپاره بل کوم دلیل نه لرئ نو کېدای شي داسې یوه منفي پرېکړه ترلاسه کړئ چې باید سمدستي عملی شي. تاسو دا ډول پرېکړه صرف په هغه حالت کې ترلاسه کولای شئ چې د کډوالو چارو اداره ستاسو د پناه غوښتنې عریضه د درېو میاشتو دننه دننه حل او فصل کړي. که چېرې تاسو داسې یوه منفي پرېکړه ترلاسه کړئ چې باید سمدستي عملی شي نو که څه هم تاسو د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه کړې وي خو بیا هم کېدای شي چې سویډن څخه وتلو ته مجبوره شئ.

که چېرې تاسو غواړئ د استیناف غوښتنه وکړئ

د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه امکان لري. که چېرې تاسو د استیناف غوښتلو فیصله وکړئ نو یوه محکمه به په شوې پرېکړې باندې غور وکړي. ستاسو په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې تاسو د استیناف عریضه وړاندې کولو لپاره څومره وخت لرئ چې دا موده په زیاتره حالتونو کې تاسو ته د پرېکړې د اعلام د ورځې څخه نېولې تر درېیو اونیو پورې غځېدلې وي. که څه هم تاسو د استیناف غوښتلو پرېکړه وکړئ خو بیا هم باید وطن ته د ستنېدو لپاره چمتووالی ونیسئ.

که چېرې تاسو د منفي یا د خاورې د ترک کولو پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ نو په زیاتره حالتونو کې ترهغې په سویډن کي پاتې کېدای شئ تر څو چې محکمه ستاسو د استیناف غوښتنې په اړه یوه پرېکړه نه وي صادره کړې. که چېرې تاسو د داسې یوې منفي پرېکړې په خلاف چې باید سمدستي عملي شي، د استیناف غوښتنه وکړئ نو په زیاتره حالتونو کې نشئ کولای د محکمې لخوا د استیناف غوښتنلیک په اړه یوه فیصله صادرېدو ته د انتظار په موده کې په سوېډن کې پاتې شئ. خو محکمه دا پرېکړه کولای شئ چې د استیناف غوښتنلیک په اړه فیصله صادرېدو پورې دې د هېواد څخه ستاسو د ویستلو پروسه وځنډول شي. په داسې حالت کې تاسو په دې موده کې په سویډن کي پاتې کېدای شئ. که چېرې محکمه د هېواد څخه ستاسو د ویستلو پروسه ځنډولو پرېکړه ونکړي نو په داسې کې باید سمدستي سویډن پرېږدئ.

که غواړۍ خپل غوښتنه و ارزوۍ نو د دي په اړه نور ولولۍ

د بیا ستنېدلو د سفر پلان

کله چې پريکړه کېږي چې تاسي په دي هیواد کې د پاتې ګېدلو حق نلرئ او یا دا چې باید ووځئ، تاسي د کډوالو و مرکز ته د قضایاوو د مدیر سره د لیدنې په موخه بلل کېږئ. د دي لیدنې په لړ کې ستاسي څخه به د بیلابیلو ځای ناستیو چې شتون لري، خبرې به وسي او همداراز تاسي ته به اجازه درکړل سي تر څو هره پ،ښتنه لرئ و یې کړئ.

که تاسي د سویډن څخه د ایستلو غوښتونکي وسئ، تر لیدنې مخکي، ښه ده چې د منلو او قبلولو و نږدي یوه مرکز ته د معلوماتو لپاره مراجعه وکړئ.کله چې هیواد پرېږدئ، په هغه ځای کې تاسي کولای سئ چې د وتلو سند د پاسپورټ د کنترول شعبې ته د تسلیمولو لپاره، تر لاسه کړئ.

په خپله خوښه ستنیدو په اړه نور ولولۍ

د بېرته ستنیدو مرکز

وروسته له هغې چې د رد یا اخراج پریکړه عملي شي نو تاسو ته به د بېرته راستنیدو مرکز کې ځای درکړل شي. په ورته وخت کې دا په دې معنی ده چې د مهاجرینو اداره د اوسیدو لپاره کوم بل ځاې نه درکوي. د بېرته ستنېدو په مرکز کې به تاسو ته د بېرته ستنیدو په اړه مشورې او مرستې درکړل شي.

تاسو کولی شئ چې د بېرته ستنیدو په یو مرکز یا خپل کوم کور کې تر هغې ژوند وکړئ ترڅو مو چې سویډن نه وي پرېښودلی.

د بېرته ستنېدو مرکز په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د بیا ستنېدلو مرسته

هغه هیواد ته په کتلو سره چې تاسي د هغه اړوند یاست، د دي لپاره چې په خپل اصلي ځای کې په اسانۍ سره سرپناه ولرئ، کیدای سي چې تاسي مالي او نورې مرستې ولرئ، په لیوالتیا سره بیرته ستنیدل، د مالي مرستو لپاره مناسبه غوښتنه ده.

د دي لپاره چي د بیرته ستنیدني مالتړ ترلاسه کولی شي نور ولولۍ

که تاسي د پریکړې څخه پیروې ونکړئ

کله چې پریکې په جبر بدلېږې په دي مانا ده چې تاسي هیڅ وخت د ځنډولو لپاره نلرئ او باید هیواد پرېږدئ. هر کله چې ټاکل سوی وخت تېر سي، نور نو د کډوالو د مرکز له لوري د استوګنې او مالي مرستو حق نلري. دا پریکړه د هغه وګړو لپاره چې د ۱۸ څخه د ټيټ عمر لرونکې ماشومانو سرپرست نه وسي، د تطبیق وړ ده.

هر څوک چې د کډوالو د مرکز د مالي مرستې حق ولري(د بیلګې په توګه، د ماشومانو لرونکي کورنۍ) کیدای سي چې د هیواد د نه پرېښدودلو په خاطر د ورځې لږتر پیسې تر لاسه کړي.

که تاسي د بیا ستنېدنې پر مهال همکاري ونکړئ، کیدای سي چې د کډوالو د مرکز پریکړه په څارنې یا نیولو باندي بدله سي. څارنه په دي مانا ده چې تاسي په دوامداره توګه د کډوالو د مرکز او د پولیسو تر لیدنې او څارنې لاندي یاست.

د نظارت او توقیت په اړه نور ولولۍ

د بیا ستنېدلو ډډه

که تاسي تر هغه وخته چې ستاسي په اړه پریکړه سوي، سویډن پرې نږدئ، کیدای سي چې د بیا ستنېدلو د منع د پریکړې سره مخ سئ، په دي مانا چې تاسي نور و شنګن هیوادونو لکه رومانیه، بلغاریا او کرواسي ته د تللو اجازه نلرئ. دا بیا ستنېدنه د یو کال لپاره د اعتبار وړ ده.

هر کله چې تاسي د تللو د منع بیړنۍ پریکړه تر لاسه کړه، تاسي تل د ستنېدنې ډډه چې کولای سي دوه کاله دوام وکړي، تر لاسه کوئ، آند که سویډن د فرصت پرته پرېږدئ.

د ستنېدنې ډډه د نورو لاملونو له کبله

هر کله چې د کډوالو مرکز په دي باندي باور ونلري چې تاسي سویډن په لیوالتیا سره پرېږدئ، کیدای سي تاسي و شنګن هیوادونو ته د ستنېدنې ډډه تر لاسه کړئ چې پنځه کاله دوام لرلای سي. دا کیدای سي رامنځ ته سي په هغه صورت کې چې تاسي:

  • پت سوی وسي
  • څرګنده سوي وسي چې تاسي د سویډن د پرېودلو نیت نلرئ
  • که مو چیرې د پېژندګلو جعلي هویت استعمال کړی وي یا مو د ځان په را پېژندو کې همکاري نه وي کړي
  • ناسم معلومات مو وړاندي کړي او اړین معلومات مو پټ کړي
  • داسي جرم مو کړی چې جزا يې زندان وي.

که تاسي د وړاندي د هر یوه لامل پر بنسټ د بیرته سنېدنې د منع موضوع سره مخ سواست، تاسي په لیوالتیا سره د ستنېدنې پریکړه د لاسه ورکوئ او ژر تر ژره هیواد پرېږدئ.

کیدای سي پولیس ستاسي د ستنېدنې مسولیت پر غاړه واخلي

که تاسي خپل اصلي هیواد ته د بیا ستنېدنې په برخه کې د کډوالو د مرکز سره مرسته ونکړئ، کیدای سي د کډوالو مرکز ستاسي د ایستلو مسولیت پر غاړه واخلي. که تاسي بیا هم و پرېښودلو ته چمتو نه وسئ، پولیس ستاسي د نیولو حق لري. همدارنګه پولیس دا حق لري چې ستاسي د ایستلو لپاره د زور څخه په ګټه واخلي.

که ستاسي موضوع و پولیسو ته و سپارل سي، تاسي نور د مالي مرستې حق نلرئ او هغه ملاتړ چې تاسي خپل په اصلي ځای کې په اسانۍ سره پر پښو و درېږئ، ډېر لږېږي.

که پولیس ستاسي ایستل پر غاړه واخلي، د بیاستنېدلو لپاره چې هره پوښتنه لرئ، باید هغوئ ته مراجعه وکړئ.

د ایستولو وروسته نوي احتمالونه

که کوم څه پيښيږې چې ستاسي بیاستنېدنه د امکان څخه باسي، د خپل د منلو د مرکز سره په اړیکه کې سئ. د کډوالو مرکز پریکړه کوي چې آیا کولای سي کوم خڼد ستاسي لپاره ليري کړي. وروسته تر هغه چې پریکړه تاسي ته رسېږې، باید معلومات تازه وسي.

د نویو پیښو په اړه د رد کیدو څخه وروسته د کوم څه په اړه نور ولولۍ

لاندې هیوادونه د شنګین د قرارداد تر پوښښ لاندې راځي

اتریش ، بلجیم ، د چک جمهوریت، ډنمارک ، استونیا، فینلند، فرانسه ، جرمني، یونان ، هنګري، ايس لنډ ، ایټالیا، لاتويا ، لیختن اشتاین ، لیتوانیا، لوګزامبورګ ، مالټا ، هالنډ، ناروې ، پولنډ ، پرتګال ، سلواکیا، سلوانیا ، اسپانیا ، سویډن، او سویس.

Last updated: