د بېرته ستنېدو مرکز

Återvändandecenter – pashto

که چیرې ستاسو د پناه غوښتنې درخواستي رد شي، نو تاسو ته به د بېرته ستنېدو په مرکز کې ځای درکړل شي. د بیا ستنېدو مرکز یو داسې استوګنځای دی چې نړیوال هوایی ډګر ته نږدې موقعیت لري.

تاسو چې د اروپايي اتحادیې بل هیواد ته د ردیدلو، اخراج یا لیږدولو پرېکړه ترلاسه کړې وي د بیرته ستنیدو په مرکز کې به درته د اوسیدو وړاندیز وشي. تاسو به د بیرته ستنیدنې په مرکز کې تر هغه پورې ژوند کوئ تر څو چې تاسو سویډن پریږدئ یا تر هغه چې تاسو نور د مالي مرستې او استوګنې مستحق نه یاست. په ورته وخت کې، دا پدې مانا ده چې د سویډن د مهاجرت اداره تاسو ته نور د استوګنې وړاندیز نه کوي.

هغه کورنۍ چې ماشومانو ولري

هغه کورنۍ چې ماشومان لري او د ویستلو، ردولو یا لیږد په اړه یې پرېکړه تر لاسه کړي وي تر هغې چې دوې سویډن پریږدي په استوګنځاې کې د اوسېدو حق لري. هغه کورنۍ چې ماشومان لري او هیواد پریږدي نو که چیرې دوی د استوګنې لپاره مرستې ته اړتیا لري په داسې حال کې د سویډن د مهاجرت اداره ورته استوګنځاې برابروي.

هغه ماشومان چې عمر یې د ښوونځي ته د تګ وي، هغو کولی شي چې د بېرته ستنیدو په مرکز کې هم ښوونځي ته لاړ شي.

بېرته ستنیدو پرمهال مرستې

هغه څوک چې د مهاجرینو د ادارې بېرته ستنیدو په مرکز کې ژوند کوي، کولی شي چې د مهاجرینو د ادارې له مامورینو څخه په بېرته تګ او خپل هیواد کې بیا مستقر کېدو په لړ کې مرستې ترلاسه کړي. دا مرستې د ټکټ په اخیستلو، د سفر اسناد برابرولو یا ستاسې د هیواد له سفیر سره د اړیکو په شکل کې وي.

تاسې به د هغو مرستو په اړه چې درکول کیږي معلومات ترلاسه کړئ او په ضمن کې داسې نور معلومات به هم په دې اړه درکول کیږي چې تاسو سره ستاسو په هیواد کې د ځاې پرځاې کېدو په لړ کې مرسته کوي. تاسو کولی شئ په خپل هیواد کې د هغه سازمان سره هم اړیکه ونیسئ کوم چې کولی شي چې تاسې ته د هغو مرستو په هکله معلومات درکړي چې تاسو يې ترلاسه کولی شئ.

له مختلفو رضاکارو سازمانونو سره د تماس نیولو فرصتونه هم شتون لري چې دا سازمانونه کولی شي ستاسو لپاره په بیرته راستنیدو کې ملاتړ او لارښوونې چمتو کړي.

د بیرته ستنیدو پر مهال د ملاتړ او اقداماتو په اړه نور معلومات دلته ولولئ (په انګلیسي ژبه)

Last updated: