که چېرې تاسو استیناف غواړئ

Om du vill överklaga – pashto

که چېرې د کډوالو چارو ادارې ستاسو په کیس کې یوه پرېکړه کړې وي چې تاسو ته منظوره نه وي نو تاسو کولی شئ چې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتلو لپاره لوړو مقاماتو ته مراجعه وکړئ. لاندې د استیناف غوښتلو په اړه اړوند معلومات وړاندې شوي دي.

که چېرې تاسو د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې څخه راضي نه یاست نو حق لرئ چې د استیناف (مرافعې) غوښتنه وکړئ. استیناف غوښتل دا معنی لري چې تاسو غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې پرېکړه دې بدله شي. د استیناف غوښتنه د یوې محکمې لخوا څېړل کېږي خو تاسو باید خپل د استیناف عریضه د کډوالو چارو ادارې ته واستوئ. ستاسو د کیس په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې تاسو د استیناف عریضه وړاندې کولو لپاره څومره وخت لرئ چې دا موده په زیاتره حالتونو کې تاسو ته د پرېکړې د اعلام د ورځې څخه نېولې تر درېو اونیو پورې غځېدلې وي. که چیرې تاسې کوم وکیل ولرئ نو کولی شئ چې د وکیل څخه د استیناف غوښتلو په برخه کې لازمه مرسته ترلاسه کړئ.

که چېرې تاسو اقامې ته عریضه کړې وي، غوښتنه مو رد شوې وي او د پرېکړې ترلاسه کولو په وخت په سویډن کي شتون لرئ نو بیا هم باید ځان وطن ته د ستنېدو لپاره چمتو کړئ. ستاسو د کیس په فیصله کې لیکل شوي وي چې آیا تاسو د محکمې لخوا د خپل استیناف ځواب ته د انتظار په وخت په سویډن کي د پاتې کېدو حق لرئ او که نه.

تاسې کولی شئ د دایمي اقامې په درخواست باندې د ساتنې او پاملرنې د شروطو د نه پوره کولو پر بنسټ منفی جواب څخه وروسته د شکایت عریضه وکړئ.

د کډوالو چارو محکمه ستاسو د استیناف غوښتنه څېړي

د مهاجرینو اداره تل ستاسو د شکایت عریضې د مهاجرینو د ادارې محکمې ته وړاندې کوي.

مخکې له دې چې د مهاجرینو اداره راغلی شکایت د مهاجرینو د داراې محکمې ته وړاندې کړي، یو ځل پرې د فیصلې د بدلون لپاره نظرثاني کوي. که چیرې د مهاجرینو اداره دا ګمان وکړي چې په دې قضیه کې فیصله باید تغیر وکړي نو د مهاجرینو د ادارې دا نوې فیصله ستاسو هغې زړې فیصله سره ضمیمه کیږي او لیږل کیږي. د ورکولو پر مهال دا نوې فیصله ضمیمه کیږي. پس له دې چې دا فیصله محکمې ته وسپارل شي، هغو ددې فیصله کوي چې ایا د مهاجرینو ادارې په دې قضیه کې سم تغیرات راوستي او که نه.

د مهاجرت ادارې ته ستاسو د شکایت د راتلو څخه حد اکثر اوه ورځې وروسته به ستاسو شکایت د مهاجرت محکمې ته سپارل شوی وي.

وروسته له هغه ورځې چې ستاسې قضیه د مهاجرینو د ادارې محکمې ته وسپارل شوه، د شکایت د عریضې اړوند او د مهاجرینو د ادارې د کار په اړه ټولو پوښتنو لپاره به د مهاجرینو د ادارې محکمې سره تماس نیسئ. وروسته له دې به دا ستاسې مسؤولیت وي چې خپله قضیه د نظارت لاندې ونیسئ، د مهاجرینو اداره په دې هکله له تاسې سره څه مرسته نه کوي.

که تاسې د مدافعې وکیل لرئ او له هغې سره لیدل کوئ نو د مهاجرینو اداره تاسې ته د هغه تګ را تګ لپاره کرایه نه درکوي، ځکه چې ستاسې د قضیې شکایت محکمې سره دی.

که تاسې چیرې خپل تصمیم بدل کړئ او غواړئ چې خپل شکایت لغوه کړئ، نو د مهاجرینو اداره به په جریان کې واچوئ ورته به ووایاست که چې تاسې شوې فیصله منئ نو بیا به ستاسې په شکایت غور او فکر نه کیږي او وروسته له دې به تاسې بیا په فیصله کې د شکایت حق نه لرئ.

تاسو د سويډن د محکمو پر ویبپاڼه د مهاجرت محکمو سره د اړیکو معلومات پیدا کولی شئ (په سوېډني ژبه). External link, opens in new window.

د استیناف غوښتنه په لاندې ډول لیکل کېږي

په پرېکړه کې د استیناف د غوښتنې تګلاره ذکر شوې وي. که چېرې تاسو غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ نو باید یو لیک ولیکئ او په هغې کې ولیکئ چې تاسو کومه پرېکړه او ولې غواړئ چې د کډوالو چارو ادارې لخوا بدله شي. د دې لیک سره هغه اسناد او نور شواهد، ترجیحاً اصل یې، چې ستاسو څرګندونې په ثبوت رسوي، هم واستوئ.

د استیناف غوښتنه کې باید خپل شخصي معلومات او خپل د کیس نمبر ولیکئ. د کیس نمبر ستاسو د کیس په فیصله کې لیکل شوی وي. که چېرې تاسو پناه غوښتونکي یاست نو د کیس نمبر ستاسو د ایل ایم آ په کارت کې هم لیکل شوی وي. خپله پته او د ټیلیفون شمېره هم ولیکئ چې د کډوالو چارو اداره یا محکمه د هغې لارې تاسو سره اړیکه ونیولای شي.

دا اړینه ده چې ستاسو د استیناف غوښتنه د ټاکلي وخت دننه دننه د کډوالو چارو ادارې ته وسپارل شي. د دې پاڼې په لاندې برخه کې شته جدول کې کولی شئ چې وګورئ چې نظر دې ته چې دا کوم ډول پرېکړه ده تاسو د استیناف غوښتنې لپاره څومره وخت لرئ. د استیناف غوښتنې وخت د هغې ورځ څخه پیلېږي په کومه ورځ چې تاسو ته پرېکړه اعلام شوي وي.

که چېرې تاسو په خپله نشئ کولای چې د استیناف غوښتنه وکړئ نو کولای شئ چې د بل چا څخه مرسته وغواړئ ترڅو ستاسو لپاره د استیناف غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې باید د هغې کس په نوم چې تاسو سره مرسته کوي، د کډوالو چارو ادارې ته یوه وکالتنامه تسلیم کړئ.

وکالتنامه څه ته وایي؟

یوه وکالتنامه کېدای شي یو لاسلیک شوی لیک وي چې په دې کې هغه کس چې د اقامې غوښتنه لري یو بل کس ته واک ورکوي چې د هغه استاذیتوب او وکالت وکړي. یوه وکالتنامه د بېلګې په توګه یو بل کس ته حق ورکولی شي چې ستاسو په نمایندګۍ عریضه وکړي، د یوې پرېکړې دلایلو څخه ځان خبر کړي او یا د یوې پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه تقدیم کړي. وکالتنامه باید د هغې کس لخوا څوک چې بل کس ته واک او کالت ورکوي ولیکل شي او د غوښتنې په وخت یې باید اصل د کډوالو چارو ادارې ته وښودل شي.

تاسو یو بل کس ته وکالت سپارلو لپاره باید د کډوالو چارو ادارې ته یو لیک راواستوئ چې په هغې کې لاندې نکات ذکر شوې وي

  • چې دا یوه وکالتنامه ده
  • د وکالت ورکوونکي نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • چا ته چې وکالت ورکول کېږي د کومو چارو ترسره کولو حق لري
  • د وکیل نوم، د پیدایښت نېټه او پته
  • د وکالت ورکوونکي لاسلیک
  • د وکالتنامې د لیکلو نېټه او ځای

Power of Attorney, form number 107011 (په انګلیسي ژبه) Pdf, 641.6 kB, opens in new window.

که چېرې تاسو د کډوالو چارو د محکمې د پرېکړې په خلاف د استیناف غوښتنه لرئ

که چېرې تاسو د کډوالو چارو محکمې د پرېکړې څخه راضي نه یاست نو کولای شئ چې د محکمې فیصله ترلاسه کولو د ورځې څخه د درېیو اونیو دننه دننه د کډوالو چارو سترې محکمې ته اعتراض وړاندې کړئ. د کډوالو چارو ستره محکمه وروستۍ مرجع ده او د دې محکمې پرېکړې د کډوالو چارو محکمې او د کډوالو چارو ادارې لپاره په ورته قضیو کې د عمل کولو معیار وي.

د کډوالو چارو ستره محکمه صرف ځینې خاص کیسونه څېړي چې په هغې کې قانوني لارښوونه او سابقه موجوده نه وي او یا دا چې د کډوالو چارو محکمې کیس په ناسمه توګه څېړلی وي. په زیاتره کیسونو کې د کډوالو چارو ستره محکمه پرېکړه کوي چې د استیناف غوښتنې باندې غور کولو څخه صرف نظر وکړي. په دې صورت کې د کډوالو چارو محکمې پرېکړه قطعي او نهایي ګرځي.

د هرې فیصلې په خلاف د استیناف غوښتنه امکان نلري

بعضې داسې فیصلې شته چې په هغې کې شکایت نه کیږي. ستاسې د فیصلې په پاڼه کې یې دا لیکلي وي چې تاسې د شکایت حق لرئ که نه.

هغه مواردو کې چې تاسې د شکایت حق نلرئ یو څو دا دې

  • په هغه فیصله باندې چې تاسې ته راغلي وي او تاسې د تصدیق لاسلیک پرې کړی وي
  • د مهاجرینو د سترې محکمې فیصله چې په هغې کې وویل شوي وي چې هغو ستاسې قضیه نه امتحانوي
  • کله چې تاسې د محدود وخت اقامه ترلاسه کړئ

مهاجرینو ادارې ته چې کله په هغه فیصلې باندې شکایت ورشي چې په هغې د شکایت حق نه وي، نو که دا د شکایت عریضه په سم وخت کې راغلې وي نو بیا هم د مهاجرینو اداره د شکایت دا عریضه د مهاجرینو محکمې ته سپاري. د مهاجرینو د اداره دا عریضه د امتحانیدو لپاره نه قبلوي.

د بېلابېلو د استیناف غوښتنو لپاره بېلابېل وختونه

ستاسو د استیناف غوښتنه باید د ټاکلې مودې د ختمېدو څخه مخکې د کډوالو چارو ادارې ته وسپارل شي. که چېرې تاسو غواړئ چې د محکمې د فیصلې په خلاف د استیناف غوښتنه وکړئ نو باید د استیناف غوښتنه محکمې ته د ټاکلې مودې د ختمېدو څخه مخکې وسپارل شي. ستاسو د کیس په پرېکړه کې لیکل شوي وي چې تاسو د استیناف غوښتنې لپاره څومره وخت لرئ.

کله چې ټاکلې موده ختمه شي نو بیا وییل کېږي چې پرېکړي قانوني بڼه غوره کړې ده. دا په دې معنی ده چې د پرېکړې په خلاف نور د استیناف غوښتنه امکان نه لري.

د شکایت لپاره اخیري مهلتونه

هغه فیصلې چې تاسې ترلاسه کړي وي

تاسې شکایت کولی شئ

له هیواد څخه د ویستلو فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د ردیدو هغه فیصله چې باید عاجل تطبیق شي

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د مهاجرینو د محکمې فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د وضعیت د معلومیدو فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د سفر د اسنادو په هکله فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د اجنبیانو لپاره د پاسپورټ فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

دا چې په ټاکلي وخت له سویډن څخه نه یاست وتلي نو د شینګن هیوادنو ته د بیا داخلیدو بندیز فیصله

د مهاجرینو د ادارې د تصمیم له ورځې څخه درې اونیو پورې

له کوم بل دلیل له مخې په بیا راتګ باندې بندیز

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د مخصوصې مالي مرستې په اړه فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د پناهندګۍ قبولي د ځان د امنیت د دلایلو پر ځاې

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د دایمې اقامې د نه اخیستلو فیصله

د تصمیم د ترلاسه کیدو د ورځې څخه نیولې تر درې اونیو پورې

د ورځنۍ مالي مرستو د کمیدو یا لغوه کیدو په اړه فصله

د مهاجرینو د ادارې د تصمیم له ورځې څخه درې اونیو پورې

د نظارت یا زنداني کیدو تصمیم

هر کله


Last updated: