د فاميل بيا يوځاي کيدنه

Familjeåterförening – pashto

تاسو حق لرئ چې خپله کورنۍ دلته راغواړئ که چیرته تاسو دایمي قبولي لرئ، یا د کډوال په حیث موقته قبولي و لرئ، یا د بدیل پناه غوښتونکي په توګه، یا د اجرایي خنډونو پر اساس، یا د ځانګړو حساسو شرایطو له مخې او یا تاسو داسې ولیدل شئ چې د یوې دوام دارې قبولۍ لپاره ښه چانس لرئ

په دې برخه کې دا شرط هم ایښودل شوی دی چې تاسو باید د خپلې کورنۍ د ژوند مصارف تأمین کړئ او د یو ځانګړې ستندرد کور هم ولرئ. دا شرط په هر حالت کې اعتبار نلري.

کوم کسان د کورنۍ د غړو د بېرته پیوستون حق لري؟

ستاسو کورنۍ هغه وخت کولی شي چې سويډن ته د راتګ په خاطر د قبولۍ لپاره عریضه وکړي کله چې تاسو

  • دایمي قبولي ولرئ
  • د کډوال یا پناه غوښتونکي په حیث موقتي قبولي ولرئ، یا داسې وګڼل شئ چې د دوام دارې قبولۍ لپاره ښه چانس لرئ
  • د اجرايي خنډونو یا ځانګړو حساسو شرایطو په اساس مو موقتي قبولي اخیستي وي او داسې وګڼل شئ چې د دوام دارې قبولۍ لپاره ښه چانس لرئ.

د کورنۍ پیوند د هغه چا لپاره چې د محدود وخت لپاره اقامه ولري

هغه څوک چې د محدود وخت اقامه لري او غواړي چې فامیل یې له دې سره په سویډن کې یوځاې ژوند وکړي، داسې امکانات برابرول په څو شرطونو کیږي. لومړی دا چې تاسې باید یو با اعتباره اقامه ولرئ. ددې مقصد دا دی چې که چیرې ستاسې د اقامې وخت پاې ته رسیدلی وي او تاسې د بیا تمدید لپاره د مهاجرینو ادارې ته د اقامت د تمدید درخواست لیږلي وي نو د مهاجرینو اداره به لومړی ستاسو د اقامت د تمدید په قضیه کې فیصله ترسره کوي چې ایا تاسې ددې حق لرئ چې په سویډن کې ستاسې اقامت تمدید شي که نه. په داسې حال کې دا کافي نده چې تاسې په دې هیواد کې د پناه اخیستونکي حیثیت لرلی او مخکې مو اقامه درلوده.

کله چې د مهاجرینو ادارې دا کانټرول کړه چې ستاسې اقامه معتبره ده نو له هغې وروسته به ستاسې د فامیل عریضه پروسې ته اوچول کیږي. د مهاجرینو اداره به ستاسې د وسنۍ اقامې پلټنه ترسره کوي، چې آیا ددې امکان پکې شتون لري چې بل ځل لپاره به تمدید شي. کله چې دا معلومه شي تاسو د دوام دارې قبولۍ لپاره ښه چانس لرئ، د مهاجرت اداره ستاسو د کورنۍ عریضه څېړي او داګوري چې ایا تاسو باقي شرایط پوره کړي دي چې کورنۍ مو سويډن ته راشي.

د محدود وخت اقامې په ډول کې ستاسې د کورنۍ یواځې هغه غړي راتلی شي چې له تاسې سره یې نیږې اړیکي وي.

ستاسې نیږدې خپلوان دا دي، ستاسې ښځه، ستاسې خاوند، ستاسې د ژوند ملګری یا ستاسې راجستر شوی شریک یا ستاسې هغه ماشوم چې عمر یې له 18 کالو کم وي. که ستاسې عمر له 18 کالو کم وي نو ستاسې مور او پلار ستاسې نیږدې خپلوان حسابیږي. یواځې په استثنائي حالت کې ددې امکان شتون لري چې ستاسې د فامیل نور غړي اقامه ترلاسه کړي، د بیلګې په توګه هغه ځوان چې عمر یې له 18 کالو ډیر وي. دا د هغو کسانو لپاره دی چې د کډوال یا بدیل پناه غوښتونکي په توګه موقته قبولي لري، یا موقته قبولي یې د اجرايي خنډونو یا ځانګړو حساسو شرایطو پر اساس اخیستي وي.

اصلی قاعده داده چې، که چیرې څوک په سویډن کې اوسیږي او د محدود وخت لپاره اقامه ولري نو په داسې حال کې د نوې جوړې لپاره (هغه جوړه چې نه یې واده کړی وي او نه مشترک ژوند لري) د اقامې اخیستل امکان نلري. په داسې حال کې یو استثنا شتون لري چې ددې امکان پیدا کوي چې بعضې جوړې بیا پیوند شي که څه هم له دې مخکې یې له یو بل سره ژوند نه وي تیر کړی. په دې اړه دا ضرور ده هغوئ چې په سويډن کې ژوند کوي او د کډوال یا بدیل پناه غوښتونکي په توګه قبول شوي وي، یا یې قبولي د اجرايي خنډونو یا ځانګړو حساسو شرایطو پر اساس وي، او دا وښودلی شي چې په په خپل وطن کې یې یوه جدي اړیکه لرله مګر هلته یې د یو ځای ژوند کولو امکان نه درلود. دا قاعده به د هغه کسانو لپاره یوځاې ژوند اسانه کړي چې له یو جنس څخه وي او مخکې له دې یې یو ځاې ژوند نشو کولی او په سویډن کي کولی شي یوځاې شي.

ستاسې فامیل دوکلنه اقامه ترلاسه کولی شي، یا په اقامه کې هغه اندازه وخت موندلی شي څومره وخت چې ستاسې په اقامه کې پاتې وي. دا په دې معنی که چیرې ستاسې په اقامه کې پنځه میاشتې وخت پاتې وي نو ستاسې فاميل ته به یواځې د پنځو میاشتو اقامه ورکول کیږي. کله چې ستاسې کورنۍ په دې ډول اقامو درې کاله تیر کړل نو پس له هغې کولی شي چې د دایمې اقامې لپاره عریضه وکړې.

که چیرې تاسې دایمي اقامه ترلاسه کړئ نو ستاسې نوې جوړه هم کولی شي چې تاسې سره په سویډن کې د یو ځاې کیدو لپاره د اقامې درخواست وکړي.

دلته د هغه چا لپاره چې غواړي اقامه ترلاسه کړي او پلان لري چې واده او یا له چا سره مشترک ژوند وکړي (په انګلیسي ژبه)

د ساتنې غوښتنې

که چیرې تاسې له فامیل سره د پیوند حق وموند، نو تاسې د ساتنې په زمره کې راځئ. دا په دې معنې چې تاسې باید خپل ځان او فامیل وساتلی شئ. او تاسې باید یو کور هم ولرئ چې تاسو او ستاسې هغه فامیل لپاره چې سویډن ته راځي د اندازې او ستندرد له مخې برابر وي.

د نفقې یا ژوند مصارفو د تامین شرط د هغه چا لپاره نه دی چې د کډوال په توګه منل شوی وي. ستاسو د کورنۍ غړي له هغه تاریخه چې تاسو قبولي واخلئ یا د کډوال په توګه ومنل شئ، درې میاشتو کې دننه د قبولۍ لپاره عریضه کولی شي.

دلته ولولئ چې د ساتنې شروط څه دي او څوک پکې داخل دي (په انګلیسي ژبه)

دا مهم دي چي تاسې په وخت غوښتنليک وړاندې کړۍ

د دې يقينې کولو لپاره چي ستاسې غوښتنليک ژر تر ژره وړاندې کړې شوے دے، د غوښتنې د ټولو نه غوره لار دا ده چي تاسې د خپل فاميل لپاره د ويب له لاري غوښتنليک داخل کړۍ۔ که تاسې د فاميل د استازي په توګه د خپل فاميل لپاره غوښتنه کوۍ نو تاسې به يو وکالتليک ته اړتيا لرۍ۔ کله چي د مهاجرت ډلې ستاسې غوښتنليک ثبت کړې وي ستاسې د فاميل څخه به دا غوښتنه کيږې چي سويډيش سفارتخانې يا قونصل خانې ته تلو لپاره د ملاقات وخت واخلي۔

وکالت خط څه شی دی؟ (په انګلیسي ژبه)

د خپل فاميل د اوسيدنې د اجازې لپاره ويب غوښتنليک ته لاړ شۍ

د خپل فاميل د اوسيدو د اجازي لپاره د غوښتنې په هکله زيات ولولې

د غوښتنليک کتنه وکړۍ

کله چي ستاسې د فاميل غړي غوښتنليک وړاندې کړې، هغه به يو (کوډ لمبر) ترلاسه کړي۔ له دې لمبر په کارولو تاسې دا کتلې شۍ چي آيا غوښتنليک د مهاجرت ډلې ثبت کړې دے يا پري څه پريکړه شوې ده۔

د غوښتنليک کتنه وکړې

سویډن ته د خپلوانو د سفر مصارف

هغه کسان چې د مهاجرت په قضیه کې یې اقامه ترلاسه کړي وي، کولی شي چې سویډن ته د خپلو خپلوانو د سفر د مصارفو لپاره درخواست ورکړي.

د سفر مصارف د هغه چا لپاره اخیستی شئ چې ستاسې خپلوان وي او د سویډن څخه بهر ورسره تاسې یوځاې ژوند کړي وی لکه:

  • ستاسې خاوند، ښځه یا ملګری/ملګرې
  • ستاسې ماشومان چې (واده یې نه وي کړی او یا یې عمر تر 20 کالو کم وي).

ددې لپاره چې د خپلوانو د سفرمصارف ترلاسه کړئ تاسې باید مهاجر په صفت اقامه ترلاسه کړې وي چې ستاسې دا نوموړې اقامه باید د جینیوا کانونسون د 1951 مادې سره تړاو ولري او د کلاس کوډ یې AF یا A3 وي. ددې تر څنګ که چیرې تاسې فلسطینی یاست او تابعیت ونلرئ، خو سفري اسناد یا د پناهنده ګۍ د وضعیت اعلامیه درسره وي، نو بیا هم کولی شئ چې درخواست وکړئ.

مخکې له دې چې تاسې د سفر د مصارفو لپاره درخواست استوئ، ستاسو خپلوانو باید د سویډن اقامه ترلاسه کړي وي او په ضمن کې باید یو معتبر پاسپورټ هم ولري.

که تاسې چیرې د سویډن تابعیت لرئ او یا ستاسې خپلوان ددې توانائي ولري چې سویډن ته د سفر مصارف پخپله ورکړي نو په داسې حال کې تاسې سفر د مصارفو لپاره د درخواست ورکولو حق نلرئ.

د سفر مصارف عموماً د ټکټ هغه پیسو ته ویل کیږي چې د نفر په سر ورکول کیږي، او له هغه هیواده چې خپلوان مو پکې میشت دې تر سویډن هیواد پورې حسابیږي.

د مهاجرت اداره د طیارې ټکټ برابروي.

درخواست

سویډن ته ستاسې د خپلوانو د سفر د مصارفو درخواست فورمه په دې نمبر 4452 ده، چې په (سویډني) ژبه کې وي. Pdf, 1.1 MB, opens in new window.

دې لاندینې آدرس ته خپله درخواستي واستوئ:

Migrationsverket
Box 3100
Umeå 90303

د شکایت حق

تاسې نشئ کولی چې د مهاجرینو د ادارې په پرېکړې باندې شکایت وکړئ.

مهاجرینو د خپلوانو سفر د مصارفو مقررات (1984:936) په (سویډني ژبه) External link, opens in new window.

سویډن ته د خپلوانو د سفر لپاره د سفر مصارفو په اړه عامې پوښتنې او ځوابونه

که چیرې عریضه ومنل شي، نو د سفر مصارف او د ټکټ بک کول به د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) له لارې د سویډن مهاجرت ادارې ته منظوریږي او دا نوموړی ټکت به بک کیږي او مصارف به یې ورکول کیږي.

د الوتکې ټکټ به له یو هیواد څخه سویډن ته ورکول کیږي چیرې چې د شخص خپلوان موجود دي ( په دې کې داخلي پرواز هم موجود دی) په دې کې بس او ریل ګاډی نشته.

په لومړي لاس کې د هغو ماشومانو مسؤولیت چې اقامه یې ترلاسه کړې وي د ټولنیزو خدماتو د ادارې په غاړه دي چې د دغه نوموړو ماشومانو اقتصادي پاملرنه وکړي. د سویډن د مهاجرت اداره یوازې د بې سرپرسته ماشومانو خپلوانو ته د سفر تخصیص ورکوي په هغه صورت کې که چیرې د ټولنیزو خدماتو ادارې د مصارفو د نه ورکولو پرېکړه کړي وي او دا چې په سویډن کې ددغه ماشوم د قبلېدو ځانګړي لاملونه شتون ولري.

Last updated: