وس به نو د پناه ورکونکي درخواست پرېکړه تاسو ته په پوسته کې دراستول کیږي

Nu kan du få asylbeslut i posten – pashto

تر وسه پورې به د مهاجرینو ادارې د پناه غوښتنلیک پرېکړه د مهاجرینو د ادارې په یو دفتر کې د یوې غونډې د لارې صادروله. خو دا طریقه وس بدلیږي. د لومړي مارچ څخه وروسته به هغو کسانو ته چې د پناه لپاره یې درخواست استولی وي پرېکړه د پوستې له لارې استول کیږي.

د مارچ له لومړۍ نیټې څخه، د سویډن د مهاجرت اداره کولی شي تاسو ته ستاسو د پناه غوښتنې د قضیې په اړه په مختلفو لارو خبر درکړي. موږ کولی شو تاسو ته د مدیر سره په ناسته کې د پریکړې په اړه ووایو، یا د پوستې له لارې تاسو ته خبر درکړو. تاسې د پرېکړې خبر درکولو ته ابلاغ وایي او له پوستې له لارې خبرولو ته ساده شوی ابلاغ ویل کیږي

کله چې د مهاجرینو اداره تاسې ته له پوستې له لارې ساده شوی ابلاغ دراستوي نو دا به هغه آدرس ته درلیږي کوم آدرس چې تاسې ورکړی دی. له دغې وروسته چې بله کومه کاري ورځ راځي په هغې کې به تاسې ته بل د کانټرول لیک دراستول کیږي چې هغې کې به ددې په اړه معلومات وي چې تاسو ته د قضیې فیصله دراستول شوی ده. د کانټرول په دې لیک کې دا لیکل شوي وي چې تاسې ته د قضیې فیصله په کومه نېټه درلېږل شوې ده. کله چې دوه هفتې تېرې شي نو مهاجرینو اداره به دا ګمان کوي چې تاسې ته فیصله دررسېدلې ده.

د سویډن د مهاجرت اداره لا دمخه د ساده شوي ابلاغ څخه کار اخلي، د بیلګې په توګه، د مالي ملاتړ او د استوګنې د تمدید اجازې په اړه پریکړو د خبرتیا په اړه.

د پرېکړې په اړه معلومات

که چیرې د مهاجرینو اداره تاسې ته د پرېکړې لیک د ساده شوي ابلاغ له لارې هم درواستوي نو بیا به هم تاسې د مهاجرنیو د ادارې یو بخش ته د یوې غونډې لپاره رابلل کېږئ. په دې غونډه کې به تاسو د ژباړونکي په مرسته د پرېکړې په هکله معلومات ترلاسه کړئ. که چیرې تاسې د مهاجرینو د ادارې کوم دفتر ته پرېکړې د لېږلو د دوه هفتو له تېرېدو څخه مخکې ورشئ نو د مهاجرینو اداره به د غونډې ورځ د پرېکړې له ابلاغ ورځ څخه وروسته حسابوي.

پرېکړه به له کومې ورځې څخه د اعتبار وړ وي

د ابلاغ نېټه مهمه ده. که چیرې تاسو له پرېکړې سره موافق نه یاست نو د ابلاغ د رسېدو وروسته 3 هفتې لرئ چې د پرېکړې په هکله شکایت وکړئ. کله چې له پرېکړې څخه درې هفتې تېرې شي نو دا فیصله به (د عملي کیدو برخې) ته داخله شي چې وروسته له هغې تاسې نشئ کولی چې د پرېکړې په هکله شکایت وکړئ.

دا په دې معنی چې کله د مهاجرینو اداره له ساده شوي ابلاغ څخه کار اخلي نو تاسو ته د درلېږل شوي ابلاغ څخه به پنځه هفتې تېرې شوي وي.

دا په دې معنی چې کله د مهاجرینو اداره له ساده شوي ابلاغ څخه کار اخلي نو تاسو ته د درلېږل شوي ابلاغ څخه به پنځه هفتې تېرې شوي وي.

که چیرې ستاسې جواب منفي وي نو په عمومي توګه تاسو ته دوه یا څلور هفتې درکول کیږي چې په خپله خوښه سويډن پرېږدئ، دا وخت د پرېکړې د اعتبار له مودې وروسته شروع کیږي. که چیرې تاسو په یاده موده کې له سویډن څخه ونه وتلۍ نو ستاسو د استوګنې او اقتصادي ملاتړ حق به له منځه ځي.

نورې پرېکړې عملي کیدای شي

د سویډن د مهاجرت ادارې د پریکړې په اعلانولو کې د بدلون دلیل دا دی چې موږ ځینې وختونه داسې پرېکړې کړې چې نه عملي کیږي، ځکه چې پناه غوښتونکی د پریکړې په اړه د خبرو کولو لپاره نه راځي. د ساده شوي ابلاغ د لېږلو ورسته هم د پرېکړې عملي کیدل شروع کیږي که څه هم پناه غوښتونکي د غونډې لپاره د مهاجرینو ادارې ته حاضر نشي.

د خپل آدرس معلومات ورکول

دا مهمه ده چې د مهاجرینو په اداره کې ستاسې صحیح ادرس راجستر وي او په کورنۍ کې د هر مشر نو په دروازه یا د پوستې په بکس لیکل شوی وي. خپله پوسته تل ګورئ او که چیرې مو آدرس بدلېدو نو موږ ته احوال راکوئ.