تعلیم

Skola – pashto

د ټولو پناه غوښتونکو ماشومان ښوونځي ته د تلو حق لري. په هر حال، ځوانان مخکې له دي چې کومې زده کړي پیل کړي، باید انتظار وکړئ ترڅو د اقامې اجازه ترلاسه کړي.

د ټولو پناه غوښتونکو ماشومان او ځوان وګړي حق لري چې وړکتون او ښوونځي ته لاړ شي. دا د هغه ښاروالۍ مسولیت دي ، چیرته چې ماشومان ژوند کوي، چي ښوونځي ته د ماشومان تګ د هغه ورته شرایطو لاندي باوري کړي، چې په ښاروالۍ کې نور ماشومان او ځوان وګړي ورڅخه برخمن دي. دا په وړکتون، جامع ښوونځي او عالي ثانوي ښوونځي باندي پلی کیږی. ځوان پناه غوښتونکي باید خپلي زده کړي مخکي له دي چې د 18 کالو عمر ته ورسیږي پیل کړي، ترڅو  عالي ثانوي ښوونځي ته د تګ حق ولري.

کوچني ماشومان هم وړکتون ته د تګ حق لري

هغه کوچني ماشومان چې عمر یي یو کال وي، په داسې حال کې چې مور او پلار يي کار یا زده کړې کوي، ددی حقدار دي چې وړکتون ته لاړ شي. د کال د مني په موده کې چې ماشوم د دريو کالو عمر ته رسیږي، د فیس ورکولو څخه پرته وړکتون ته په اونۍ کې د 15 ساعتونو لپاره د تګ مستحق دی. ، وړکتون یواځي، د مور او پلار د کار یا زده کړي کولو پر مهال د ماشوم د پاملرني لپاره نه دی. ماشوم باید د وړکتون په فعالیتونو کې برخه واخلی، پرمختګ وکړي او ګټه تري واخلی، حتی که مور او پلار يي په کار کي نه وي یا زده کړي نه کوي. 

ښاروالۍ د ښوونځيو مسؤلیت لري

د هغه ځای ښاروالۍ چې تاسو په کي ژوند کوئ، مسؤلیت لري چې د پناه غوښتونکو ماشومانو او ځوان وګړو لاسرسی وړکتون او ښوونځي ته د هغه شرایطو لاندي باوري کړي چې په نوموړي ښاروالۍ کي بل هر اوسیدونکي ترې برخمن دی.

د مهاجرت اداره د مور او پلار د اجازي پرته، ښاروالۍ ته د پناه غوښتونکي ماشوم په اړه معلومات نه ورکوي.  تاسو کولی شي چې د مهاجرت ادارې ته اجازه ورکړئ، ترڅو ستاسو د ماشوم د نوم، د زیږیدلو نیټې، زبې، د زیږدلو ځای او د قضي د شمیرې په اړه معلومات ښاروالۍ ته ورکړي. تاسو هم کولي شي چې د ښاروالۍ سره په اړیکه کې شئ او وړکتون یا ښوونځي ته د خپل ماشوم د تګ په اړه ورته ووايي.

په سویډن کې د تعلیم او ښوونځیو په اړه نور معلومات ولولی

http://www.informationsverige.se/en/jag-ar-asylsokande/skola-under-asyltiden/ External link, opens in new window.

https://www.skolverket.se/regler-och-ansvar/ansvar-i-skolfragor/nyanlandas-ratt-till-utbildning (په سوېډني ژبه) External link, opens in new window.

د ماشومانو په اړه پاڼه کې د پناه غوښتونکو ماشومانو د حقونو په اړه لازیات معلومات ولولئ

هغه پناه غوښتونکي چې غواړي سویډني ژبه زده کړي

که چېرې تاسو په سویډن کې د اوسېدو اجازه (اقامه) لرئ او ځان مو د نفوسو د احوالو ثبتولو سجل کې (یعنی خپل آدرس مو دلته) ثبت کړی وي نو تاسو حق لرئ چې د بهرنیو وګړو لپاره د سویډني ژبې زده کړې چې د ایس ایف یي په نوم هم یادېږي، څخه ګټه پورته کړئ. خو که چېرې تاسو د پناه غوښتنې پرېکړې ته د انتظار په موده کې سوېډني ژبه زده کول غواړئ نو ډیری داسې خیریه موسسی او تعلیمي ټولنې شتون لري چې د سویډني ژبې زده کړې وړاندې کوي.

د سویډني ژبې د زده کړې لپاره ګڼ شمیر پروګرامونه شته چې د هغه په ګټه اخیستو سره تاسې کولای شی سویډني ژبه په خپله زده کړئ. د بیلابیلو پروګرامونو په اړه اړوند لینکونه کولای شئ له www.informationsverige.se. ویب پانې څخه تر لاسه کړئ. د دغو ډیرو پروګرامونو د ګټې اخیستنې لپاره تاسې باید انټرنیټ ته لاسرسۍ ولرئ. نوموړي پروګرامونه وړیا دی.

د ” Lära svenska” په پانې کې ټول لینکونه شامل دي (www.informationsverige.se – په انګلیسي ژبه) External link, opens in new window.

Last updated: